د بن دویم کنفرانس او د طالبانو نه ګډون
مجیب الرحمن ساپی مجیب الرحمن ساپی

 

 

د بن له لومړي کنفرانس څخه شاوخوا لس کاله تېرېږي؛ خو لکه څنګه، چې پدغه کنفرانس کې   وړاندوينه شوې وه  په هېواد کې جګړې ختمې شوي ندي، په دولتي اداروه کې په پراخه کچه فساد شته   او حتى  پدې وروستيو کې د افغان دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ جدي شخړې را ولاړې شوي دي چې دحکومت اعتبار يې نور هم له ګواښ سره مخ کړى دى

دغو ټولو ناخوا ته د پاي ټکي ايښودو او له ۲۰۱۴ زېږدي کال څخه تر ۲۰۲۴ زېږدي کاله پورې له افغانستان  سره د نړۍ والې ټولنې د مرستو څرنګوالي او همدا راز په تېرو لسو کلونو کې  د افغان دولت لاسته راوړنو او کړنو ارزونې په موخه ټاکل شوې، چې د روان زېږدي کال په وروستيو کې د جرمني د بن په ښار کې د افغانستان په اړه نړۍ وال کنفرانس جوړ شي، چې د دويم بن نړۍ وال سياسي کنفرانس ترې يادونه کولاي شو.

ويل کېږي  د دغه کنفرانس مشري به د افغان حکومت په لاس کې وي او افغان حکومت هم اعلان کړي، که هره ډله په دغه کنفرانس کې ګډون کوي، بايد د افغان حکومت تر چتر لاندې و اوسي او که داسې ونه شي نو افغان حکومت به پدغه کنفرانس کې ګډون ونه کړي؛ خو د پنجنشبه په ورځ په افغانستان کې دامريکا سفير ښاغلي راين کراکر اعلان وکړ، چې د بن په دويم نړۍ وال کنفرانس کې به طالبان ګډون نه کوي او د بن په دويم نړۍ وال کنفرانس کې نړۍ واله ټولنه په افغانستان کې د سولې له خبرو اترو څخه ملاتړ وکړي.

لدې وړاندې هم دغه تېروتنه د بن په لومړي کنفرانس کې شوې وه او هلته د جګړې يوې خواته بلنه نه ور کړل شوې او د بن د لومړي کنفرانس پرېکړې هم تر ډېره برېده يو طرفه وې، چې دا دي له لسو کلونو ورسته هم لدغو ناخوالو څخه افغان کړېږي او نړۍ والې ټولنې په ځانګړي توګه د امريکا متحده ايالاتو هم دا منلې، چې د بن په لومړي کنفرانس کې يې بايد وسله والو طالبانو او حزب اسلامي ته بلنه ورکړې وه.

له يوه لوري د امريکا سفير ښاغلي کراکر وايي: د بن په دويم کنفرانس کې به طالبان ګډونه نه کوي او له بل لوري بيا وايي، چې پدغه کنفرانس کې به نړۍ واله ټولنه په افغانستان کې د سولې له خبرو اترو څخه ملاتړ وکړي، چې دا خپله يوه ډول دوه مخي سياست څرګندوي او کېداي شي، چې امريکا لدې لارې و غواړي، څو په افغانستان کې جګړه ادامه ولري او دوي خپلو ستراتيژيکو موخو ته ورسېږي.

لدې سره جوخت د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ښاغلي زلمي رسول د يکشنبې په ورځ د ولسي جرګې د ښځو چارو کميسيون ته وويل: د بن په دويم کنفرانس کې د طالبانو ګډون د سولې خبرو اترو پرمختګ پورې تړاو لري؛ يعنې د، که چېرې د افغان دولت وسله وال مخالفين حاضر شي، څو له دولت سره خبرو اترو ته کېني نو هغوي کولاي شي د افغان حکومت تر چتر لاندې پدغه کنفرانس کې ګډون وکړي.

 د بهرنيو چارو د وزير له خبرو داسې برېښي، چې افغان دولت له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې پر مختګ کړي او دا شونې، څو د روان کال تر پايه طالبان له افغان حکومت سره يو ځاي د بن په دويم کنفرانس کې ګډو وکړي؛ خو اساسي پوښتنه دا ده، چې په افغانستان کې د امريکا سفير ولې په ډاګه کړه، چې پدغه کنفرانس کې به  طالبان ګډون نه لري. که چېرې د افغان دولت مخالفين د بن په دويم کنفرانس کې ګډون ولري نو دا واضح خبره ده، چې په افغانستان کې به جګړې د پاي ټکي کېښودل شي او دا هغه څه دي، چې ويل کېږي نړۍ واله ټولنه او په ځانګړي توګه امريکا يې نه غواړي، ځکه که چېرې په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځ ته کېږي د نړۍ والې ټولنې او امريکا شتون ته اړتيا نشته او امريکا په تېرو لسو کلونو کې ډېري مالي او ځاني زيانونه ګاللي، څو په افغانستان کې د ځان لپاره د پښې ځاي پيدا کړي، چې يوه اندازه يې موندلي هم دي او اوس نه غواړي، دغه ځاي له لاسه ورکړي.

دا، چې ولې امريکا نه غواړي له افغانستان څخه لاړه شي، ډېري لاملونه لري، چې ځينې يې په لاندې ډول دي.

1.    افغانستان آسيا او په ځانګړي توګه په سيمه کې ځانګړي موقعيت لري، چې امريکا د افغانستان خاوره د خپلو رقيبانو پر وړاندې په خپله خوښه و کاري، که څه هم افغان دولت په وار وار ويلي، چې زموږ له خاروې څخه به د ګاونډي او سيمې هېوادونو پر وړاندې کار و انخيستل شي خو دا کار شوي او ښه بېلګه يې د اسلام آباد په ايبټ آباد کې د القاعده شبکې پر وړاندې عمليات وو، چې ويل کېږي د ننګرهار له هوايي ډګر څخه  چورلکو الوتنه تر سره کړې وه.

2.    د سيمې هېوادونو او په ځانګړي توګه د منځنۍ آسيا طبيعي زېرمې تر ولکې لاندې راوستل.

3.    په اسلامي هېوادونو کې د خپل نفوذ خپراول.

دې ټولو ته په پام سره امريکا غواړي، څو په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي او خپلې موخې يو پر بل پسې تعقيب کړي.

اوس مهال افغان دولت، افغانانو او د افغان دولت وسله والو مخالفينو ته لازمه ده، څو ټول سره لاس يو کړي د بن له دويم نړۍ وال سياسي کنفرانس څخه په لوړه کچه استفاده وکړي او لدې لارې شونې ده، څو په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځ ته شي.

                    کابل

برېښنالیک: intezar.safi@gmail.com                                   


August 11th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات